زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-04-14  |  2024-10-18  |  تازه شوی په: 2024/10/18 - 05:04:0 FA | AR | PS | EN
متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو             طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي             امریکا اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې             له پوتين سره د خبرو په اړه ډونالډ ټرمپ له څه ويلو ډډه کړې             د ښځو د شل اوريز نړيوال جام نيمه پايلوبه سبا تر سره کیږی             له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي             لبنان په شمال کې د اسراییلو هوايي برید؛ لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي             د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې             حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې بريد کړی             د پښتنو قومي جرګه له پښتونخوا د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه             په لبنان کې له اسراییلو سره د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر تاکل دی             قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي             د روسيې او ايران ولسمشرانو ترکمنستان کې ليدنه کړې             د پښتنو د قومي عدالت د جرګې دویمه ورځ             افغان سفیر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل            

تاريخ النشر: 2024/10/16 - 04:13:3
زيارة: 163
مشاركة مع الـأصدقاء

له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي
 له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي

انصار: (د تله ۲۵ مه)، د چین د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له راتلونکي کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي.

په چین کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا پرېکړه د چین لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې د رئیس لیو جین سونګ د کتنې په لر کې اعلان شوه.

د دې سفارت په وینا، ښاغلي سونګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې به، چې تر درې میاشتو کمه موده ورته پاتې ده، د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغوه شي.

د چینایي چارواکي په وینا، دا معافیت به د ۴۰ نورو هیوادونو لپاره هم پلي شي.

طالبان وایي، په دې کتنه کې د کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې رئیس ترمنځ د طالبانو او بیجینګ ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي ودې، او د ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي.

طالبان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې لیدنه کې همدارنګه وویل چې چین په تدریجي ډول د واخان دهلیز د فعالولو لپاره چمتووالی نیسي، چې افغانستان او چین سره ونښلوي.

په دې لیدنه کې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګاز د شرکت "ایم سي سي" پر هڅولو هم خبرې وشوې چې د آمو سیند د تېلو استخراج چټک کړي او د مس عینک د پروژې د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

چین، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو له دې ډلې سره تعامل لري. په تېرو درې کلونو کې، یو شمېر چینایي شرکتونو د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره قراردادنه لاسلیک کړي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33932






*
*

*



قرأ

د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي


د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک


د ارزښت او ثبات له مخې افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی


پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی


ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ


له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۹۵٪ کمه شوې


کندهار څخه د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل


د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې اترې


د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز کابل کې پرانیستل شو


افغانستان د سیمې هېوادونو سره لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري


۷ میلیارد ډالره بشري مرسته په ۳ کلونو کې افغانستان سره


نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وګوماره


دوه سوه زره افغانانو ته تېر کی د کار زمینه برابره شوې ده


افغانستان څخه تاجکستان ته د څارویو زر ټنه خواړه صادریږی


لومړي ځل د حیواناتو خوراکه تاجکستان ته صادره شوه


یوه چینایي شرکت د برېښنا پر ۳ بندونو پانګونه کوی


د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي


له پاکستانه راستانه شوي ۹۸ زره افغان کډوالو سره نغدي مرستې شوی


امریکا: د افغانستان سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان